-
اروپا دې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره پر امریکې دباؤ واچوي
Jul 16, 2019 10:16اسحاق جهانګیري: اروپايي هیوادونه دې په ایران باندې د دباؤ پر ځاې چې پر برجام ژمن دی، په امریکې دباؤ راوړي چې له ظالمانه بندیزونو لاس واخلي.
-
اروپایان باید د برجام د ساتنې لپاره جدي او عملي اراده ولري
Jul 15, 2019 00:37د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کښې د ګډ اقدام د جامع پروګرام(برجام) د ساتلو لپاره د اروپایانو د جدي او عملي ارادې په ضرورت ټینګار وکړ.
-
انګلستان دې د ایران تیلي کشتۍ زرترزره پریږدي
Jul 12, 2019 10:50د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: له حقوقي نظره په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو په هکله د انګلستان ادعاوې د پام وړ نه دي او دغه کشتۍ باید زرترزره ازاده کړی شي.
-
اروپا د برجام په لړ کښې عملاً د امریکې تابع شوې ده
Jul 12, 2019 10:34د تهران د دې جمعې د لمانځه خطیب وویل: د برجام لورو اروپايي هیوادونو له دې څو اړخیزې نړیوالې موافقې د امریکې د وتنې د یو کال په تیریدو سره نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی بلکې په عملي توګه د امریکې تابع شوي دي.
-
ظريف: د ايران ملت به له هغه چا سره چې د اقتصادي ترهه ګرۍ اقدام يې کړې وي خبرې اترې ونه کړي.
Jul 11, 2019 08:41د ايران خارجه وزير امريکايانو ته په خطاب کښې وويل، د ايران ملت به له هغه چار سره چې د اقتصادي ترهه ګرۍ اقدام يې کړے وي خبرې اترې ونه کړي.
-
ایران سفارتي لاره بیخي خلاصه پریښې ده
Jul 11, 2019 01:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشر د کتبي پيغام له ترلاسه کولو وروسته وویل: ایران د ډیپلماسۍ او خبرواترو لاره بیخي خلاصه او پرانیستې ساتلې ده.
-
انګریزان په سمندر کښې د ناامنۍ پيلونکې دي
Jul 10, 2019 10:05د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انګلستان له خوا د ایران د تیل وړونکې کشتۍ نیول یو ماشوم ډوله، سپک او غلط کار وباله او ویې ویل: انګریزانو په سمندر کښې ناامني پیل کړې ده او د دې کار په پایلو به هم پوه شي.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Jul 09, 2019 08:09د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
-
د ايران د نوي برجامي تحرک په اړه د امريکې انفعالي غبرګون
Jul 08, 2019 10:12د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې د غېر قانوني وتلو باوجود د امريکې چارواکي د برجامي ژمنو د اجراء د کمولو په زمينه کښې د ايران د اقداماتو په باره کښې په خپلو دريځو نيونو او غبرګونونو کښې اندېښنه څرګندوي.
-
دویم ګام، د یورانیمو د پخولو اندازه، د برجام په اساس نه بلکې د ایران د اړتیا مطابق
Jul 07, 2019 11:29ایران نن د یورانیمو د پخولو لپاره د ۳ اعشاریه ۶۷ له حده تیریږي او د پنډوالي اندازه به یې د ایران د ضرورت مطابق وي.