-
ایران د خپلې اړتیا تر حده یورانیم پخوي
Jul 06, 2019 03:27علي اکبر ولایتي: امریکایان او اروپایان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره سبب شول چې ایران هم د هغوي اقدام ته، د دې موافقې په چوکاټ کښې غبرګون وښايي.
-
موسوي خپل فرانسوي هم منصب ته په خطاب کښې : تر څو چې تاسو په برجامي ژمنو ژمن يئ مونږ به هم ژمن يوو
Jul 04, 2019 01:31د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د ايران په برجامي اقداماتو د فرانسوي هم منصب د نيوکې په ردعمل کښې تاکيد وکړ، ايران به په دقيقه توګه د اروپائي لورو په شان په خپلو ژمنو پابند وي.
-
ایران به بیخي د اروپایانو په طریقه د برجام پابندي کوي
Jul 03, 2019 01:23محمد جواد ظریف: ایران به له دې وروسته په ایټمي موافقه کښې خپلې کړې ژمنې، هم هغه د اروپایانو په طریقه اجرا کوي.
-
د اروپايانو بدقولۍ ته په ځواب کښې د ايران نوے ګام، ايران د يورانيمو په پخولو کښې د درې سوه کېلوګرامو له پولې تېر شو
Jul 02, 2019 12:06ايران د برجام ايټمي موافقې د ۳۶ بند په بنياد د يورانيمو په پخولو کښې د درې سوه کيلوګرامو له پولې تېر شو.
-
چيني چارواکے: په ايران بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني دي
Jul 01, 2019 09:26په ملګرو ملتو کښې د چين مرستيال استازي په ايران باندې د امريکې يو اړخيز بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني وبلل.
-
ايران د دښمنانو د دباونو په وړاندې سر نه ټيټوي
Jul 01, 2019 08:30د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې تهران د دښمنانود دباونو په وړاندې سر نه ټيټوي تاکيد وکړ، دښمنان پکار دي د ايران له خلقو سره د احترام په ژبه خبرې وکړي.
-
تر دباؤ لاندې مذاکره نه کوو
Jul 01, 2019 01:36په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي ټینګار وکړ: تر څو چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف دباؤنه دوام ولري، تر هغې به تهران خبرې اترې ونه کړي.
-
په ایران کښې پانګونه کونکو بهرنیانو ته پنځه کلن اقامت ورکول کیږي
Jul 01, 2019 01:22په ایران کښې سرمایه ګذاري یا پانګونه کونکو بهرنیو ښاریزو ته د پنځه کلن اقامت د ورکړې آیین لیک تصویب شو.
-
اینسټکس د ایران هیلې نه پوره کوي
Jul 01, 2019 01:06علاءالدین بروجردي: د ایران او اروپا ترمینځ د مالي کانال (اینسټکس) جوړول، له اروپايي لورو د ایران تمې نه پوره کوي او حتی که په بشپړه توګه اجرايي شي بیا هم د تهران لپاره راضي کونکی نه دی.
-
له برجام څخه د ۷ اروپائي هېوادونو پرېکنده ملاتړ او د عملي ګامونو اوچتول
Jun 30, 2019 11:36د څلور جمع يو ډلې د غړيو په توګه اروپائي اتحاديې او په جرمني، فرانسې او برطانيې مشتمله اروپائي ټروئيکا په ځلونو له برجام ايټمي موافقې څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے. په دې زمينه کښې ترټولو نوے بدلون څو اروپائي هېوادونو له برجام څخه د ملاتړ ترڅنګه تاکيد وکړ چې له ايران سره د تجارتي تبادلاتو د اسانۍ لپاره به له جرمني ،فرانسې او برطانيې سره ملګرتيا وکړي.