چيني چارواکے: په ايران بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني دي
په ملګرو ملتو کښې د چين مرستيال استازي په ايران باندې د امريکې يو اړخيز بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني وبلل.
د ايرنا د رپوټ له مخې ووهايتايو له چائنا ډيلي سره په مرکه کښې وويل،زياتره هېوادونه له دې څخه چې امريکه په يواړخيزه توګه له برجام ايټمي موافقې څخه ووتله او بيا يې د ايران بائيکاټ وکړ خواښيني دي.
ووهايتايو د ايران او اروپا ترمېنځ د انېسټېکس نومې مالي لارې چارې شروع کېدل د برجام د ژغورنې لپاره د اروپا لخوا يو کوشش وبلۀ او زياته يې کړه: د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو له امريکې غوښتي دي چې د برجام ايټمي موافقې د ساتنې لپاره دې د تاوتريخوالي ختمولو لار اختيار کړي.
له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې وتل او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې فوځي شتون د ايران او امريکې ترمېنځ د تاوتريخوالي اصلي وجه ده.