ایران د خپلې اړتیا تر حده یورانیم پخوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83218-ایران_د_خپلې_اړتیا_تر_حده_یورانیم_پخوي
علي اکبر ولایتي: امریکایان او اروپایان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره سبب شول چې ایران هم د هغوي اقدام ته، د دې موافقې په چوکاټ کښې غبرګون وښايي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 06, 2019 03:27 Asia/Kabul
  • ایران د خپلې اړتیا تر حده یورانیم پخوي

علي اکبر ولایتي: امریکایان او اروپایان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره سبب شول چې ایران هم د هغوي اقدام ته، د دې موافقې په چوکاټ کښې غبرګون وښايي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په ایټمي موافقه کښې د بډایه شویو یورانیمو د زیرمو لپاره د درې سوه کیلوګرامه له ټاکل شوي حده د ایران د تیریدو په هکله وویل: ایران به د یورانیمو د پخولو اندزه د خپلو صلحه ایزو فعالیتونو تر اړتیا وړ حده زیاته کړي.

د ایرنا د خبر له مخې علي اکبر ولایتي پرون وویل: امریکایان او اروپایان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره سبب شول چې ایران هم د هغوي اقدام ته، د دې موافقې په چوکاټ کښې غبرګون وښايي.

ښاغلي ولایتي د شپیته ورځني مهلت له ختمیدو وروسته په ایټةي موافقه کښې د ایران د ژمنو د کمي د دویم ګام پورته کیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: که اروپایان خپلې برجامي ژمنې اجرا نه کړي نو ایران به د خپلو ژمنو د کمولو دویم ګام پورته کړي.

هغه څرګنده کړه: که چیرې اروپایان د خپلو ژمنو د اجرا لپاره ضروري اقدامات وکړي نو د ایران اقدامات هم د ستنیدو وړ دي.

د ویلو ده چې ایران د روان ۲۰۱۹ کال د مۍ په اتمه نیټه، له ایټمي موافقې په یواړخیزه توګه د امریکې له وتنې یو کال وروسته او د دې کار د اقتصادي پایلو د جبیره کولو لپاره د اروپا  د وړاندیزي لاروچارو د ناکارنده توب له ثابتیدو نه پس ویلي چې د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې به د دغې موافقې په لړ کښې خپلې ځینې ژمنې وځنډوي.

ایران هم داشان په ایټمي موافقه کښې پاتې لورو ته شپیته ورځې فرصت وکړ چې خصوصاً په بانکي او تیلي برخو کښې خپلې ژمنې اجرا کړي ګني تهران به په برجام باندې د خپلې ژمنتیا د کمولو په لړ کښې ځینې نوې ګامونه پورته کړي.

ښاغلي ولایتي د پيړۍ د معاملې د امریکايي صهیونیسټي طرحې په هکله هم څرګندده کړه: تر ټولو زیاته ذلیلانه طرحه چې تراوسه د فلسطین د مسئلې په هکله مطرح شوې، د پيړۍ معامله ده او دا پلان به هیڅکله نتیجې ته ونه رسي.