په ایران کښې پانګونه کونکو بهرنیانو ته پنځه کلن اقامت ورکول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83110-په_ایران_کښې_پانګونه_کونکو_بهرنیانو_ته_پنځه_کلن_اقامت_ورکول_کیږي
په ایران کښې سرمایه ګذاري یا پانګونه کونکو بهرنیو ښاریزو ته د پنځه کلن اقامت د ورکړې آیین لیک تصویب شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 01, 2019 05:52 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په ایران کښې سرمایه ګذاري یا پانګونه کونکو بهرنیو ښاریزو ته د پنځه کلن اقامت د ورکړې آیین لیک تصویب شو.

د ایران د وزیرانو کابینې په پرونۍ غونډه کښې د بهرنیو پانګه والو د هڅولو او د اسعاري مالي سرچینو د جذبولو په موخه، دغو سرمایه کارانو ته په ایران کښې د پنځه کلنې پاتې کیدو د ورکړې آیین نامه تصویب کړه.

د دغې آيين نامې له مخې، د هغو بهرنیو حکومتونو پانګونه کونکو ته چې د ایران له خوا په رسمیت پیژندل شوي دي، په ایران کښې د استوګنې د پنځه کلن مجوز لپاره د اړتیا وړ لږترلږه حد تر دوه نیمو لکو یورو ټاکل شوی دی.

خبر زیاتوي چې په دغې سرمایه ګذارۍ کښې د ډالر نه علاوه د ایران د مرکزي بانک د منلو وړ نور اسعار هم شاملیږي.