اینسټکس د ایران هیلې نه پوره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83109-اینسټکس_د_ایران_هیلې_نه_پوره_کوي
علاءالدین بروجردي: د ایران او اروپا ترمینځ د مالي کانال (اینسټکس) جوړول، له اروپايي لورو د ایران تمې نه پوره کوي او حتی که په بشپړه توګه اجرايي شي بیا هم د تهران لپاره راضي کونکی نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 01:06 Asia/Kabul
  • اینسټکس د ایران هیلې نه پوره کوي

علاءالدین بروجردي: د ایران او اروپا ترمینځ د مالي کانال (اینسټکس) جوړول، له اروپايي لورو د ایران تمې نه پوره کوي او حتی که په بشپړه توګه اجرايي شي بیا هم د تهران لپاره راضي کونکی نه دی.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي وویل: د ایران او اروپا ترمینځ د مالي کانال (اینسټکس) جوړول، له اروپايي لورو د ایران تمې نه پوره کوي او حتی که په بشپړه توګه اجرايي شي بیا هم د تهران لپاره راضي کونکی نه دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې علاء الدین بروجردي پرون د ایران خلاف د ټولو بندیزونو په ختمیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: که اروپایان د امریکې له ویرې او یا په نړیوال قانون باندې په عمل کښې د ناتوانۍ په وجه پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو په ایټمي موافقه کښې د ایران د کړو ژمنو د کمیدو په تمه دې ووسي او که له دې نه علاوه کومه تمه لري نو باید د خبرو پر ځاې دې عمل وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي موافقې له بشپړې اجرا په کمه نه راضي کیږي او که ټاکل شوې وي چې برجام(ایټمي موافقه) پاتې شي نو باید ټول بندونه یې پوره پوره اجرايي شي.

ښاغلي بروجردي وویل: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټونو په شهادت ایران پر خپلو ټولو ژمنو پابند پاتې شوی دی نو بس د برجام نور غړي دې په دغه موافقې باندې خپله پابندي ثابته کړي.