-
پاکستان له سوریې سره ملګرتیا زیاتول غواړي
Nov 24, 2021 08:32د پاکستان ولسمشر وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري
-
له طالبانو سره د اسلام آباد له تعلقاتو څخه د پاکستان د سفير دفاع
Nov 22, 2021 08:55په افغانستان کښې د پاکستان سفير له طالبانو سره د خپل هېواد له تعلقاتو څخه دفاع وکړه.
-
له ايران سره د پاکستان تهاتري تجارت به په بله مياشت کښې شروع شي
Nov 20, 2021 11:04د پاکستان د سېنټ د سوداګرۍ او تجارت کمېټۍ د تهاتر په قالب کښې د دوه اړخيز تجارت شروع کولو خبر ورکړ.
-
د پاکستان په باجوړ سیمه کښې دوه پولیس ووژل شول
Nov 13, 2021 09:19زمونږ خبریال وايي د پاکستان په باجوړ قبایلي ضلعې کښې نن د پولیسو د ګزمې په لاره کښې د ماین په چاودنه کښې دوه (۲) پولیس وژل شوي .
-
نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني بحران مخه اونيسي
Nov 12, 2021 02:22د پاکستان وزيراعظم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنيوي لپاره دې په خپله ذمه وارۍ عمل وکړي. د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان په خپل يو پېغام کښې د دې خبرې په کولو سره زياته کړه، پاکستان تل د ضرورت په وخت د افغان ولس ترڅنګه ولاړ ؤ او وي به.
-
طالبان دې د افغان ولس د ژغورنې لپاره له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي
Nov 12, 2021 00:58د ايران دخارجه وزارت د لويديځې اېشيا عمومي مدير د تهران، نوي ډيلي او پاکستان بيانيې په خپلو کښې سره نزدې او له غوښتنو سره يو شان وبللې او تاکيد يې وکړ، طالبان دې له بحران څخه د افغان ولس د ژغورنې لپاره له دې فرصته استفاده وکړي.
-
د افغانستان د طالبانو پلاوی بیګا اسلام اباد ته ورسېد
Nov 11, 2021 01:53زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی بیګا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.
-
د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ نهمه غونډه د اړیکو د پراخولو لپاره ګډ کړچارونه او هدفونه :-
Nov 07, 2021 09:48د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ نهمه (۹) غونډه د ایران د صنعت د معدن او د تجارت د وزیر «سید رضا فاطمي امین» او د پانګونې او د تجارت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار «عبدالرزاق داوود» په ګډون سره پرون په تهران کښې جوړه شوه .
-
د پاکستان سفیر او ګلبدین حکمتیار یوبل سره خبرې وکړې
Nov 07, 2021 06:53تسنیم خبري اژانس وايي په کابل کښې د پاکستان سفیر او د افغانستان د حزب اسلامي مشر له یوبل سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د ټولشموله حکومت دجوړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
-
په پاکستان کښې د ډينګي تبې وائرس په خپرېدو دي
Nov 03, 2021 01:47په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کمېدو سره په يو وخت د دغه هېواد خلق او حکومت د ډينګي نومې تبې د مرګوني وائرسو د خپرېدو له مشکل سره مخامخ شوي دي.