پاکستان له سوریې سره ملګرتیا زیاتول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i108756-پاکستان_له_سوریې_سره_ملګرتیا_زیاتول_غواړي
د پاکستان ولسمشر وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 08:32 Asia/Kabul
  • پاکستان له سوریې سره ملګرتیا زیاتول غواړي

د پاکستان ولسمشر وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري

د پاکستان ولسمشر وویل چې هیواد یې د سوریې له حکومت سره د ملګرتیا پیاوړې کولو ته ګروهنه لري

عارف علوي په اسلام آباد کښې د سوریې د ښوونې له وزیر دارم طباع سره په کتنه کښې زیاته کړه: پاکستان له سوریې سره د دوه اړخیزې ملګرتیا پیاوړتیا او په ټولو برخو کښې یې پراختیا ته ګروهمن دی.

علوي وویل: دواړه لوري ځانګړې اړیکې لري چې د دین، کلتور او ګډو ارښتونو په بنیاد ولاړې دي.

د پاکستان ولسمشر په دمشق کښې د پاکستان د نړیوال ښوونځي فعالیت ته په اشارې سره وویل: مونږ غواړو چې د سوریې زده کونکو ته د نړیوالو معیارونو مطابق ښوونیز خدمات وړاندې کړو.