په اسراییلي پوځ کې بحران؛ ۱۰۰ عسکرو پادګان پرېښود
Jul 31, 2026 07:21 Asia/Kabul
پارس تودی – یو صهیونیستي رسنۍ د ۱۰۰ صهیونیستي عسکرو له سرغړونې او پادګان پرېښودو خبر ورکړی دی.
د پارس تودی د راپور له مخې، چې د ایرنا له قوله خپور شوی، د اسراییلو ورځپاڼې "یسرائیل هیوم" راپور ورکړی چې د "ګیواتي" لوا ۱۰۰ تنه عسکر، د خپل کنډک قوماندان سره د شخړې له امله، د "سده تیمان" (پوځي اډه) پرېښوده.
د دې راپور له مخې، دغو عسکرو په وتلو سره خپلې وسلې هم پرځای پرېښودې.
د اسراییلو دغې رسنۍ د دې شخړې د لامل یا د دې اقدام د پایلو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
تر دې مخکې، صهیونیستي خبریالانو او شنونکو په بې سارو ارزونو کې، د پوځي ځواک له مینځه تګ، بې ساري نړیواله انزوا، ژور ټولنیز درز، د بازدارندګۍ کمزوري او د داخلي مشروعیت بحران د تلآویو د جګړې غوښتنې تر ټولو مهمې پایلې بللې وې.
ټیګونه