د افغانستان حل لاره د ټول شموله حکومت جوړیدل دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109880-د_افغانستان_حل_لاره_د_ټول_شموله_حکومت_جوړیدل_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بدلونونو د ایران د اسلامي جمهوریت اندیښنو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اصلي حل لاره د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون سره د یو ټول شمول حکومت جوړیدل دي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 19, 2021 01:37 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان
    امیرعبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بدلونونو د ایران د اسلامي جمهوریت اندیښنو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اصلي حل لاره د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون سره د یو ټول شمول حکومت جوړیدل دي

حسین امیر عبداللهیان تیره شپه د اسلام آباد ته د رسیدو په وخت د ایرنا خبریال ته په یوه مرکه کښې وویل: د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې اصلي موضوع، د افغانستان د بدلونونو څیړنه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت هم د دغو بدلونونو په لړ کښې ځینې اندیښنې لري.

هغه په افغانستان کښې د ترهګرۍ د ودې ښکارنده او د کډوالو د هغې څپې مسئله چې په دې وروستیو میاشتو کښې د ایران په لور راپورته شوې ده، د خپل هیواد ځینې اندیښنې وبللې او ویې ویل: باوري یو چې د افغانستان د مسئلې حل لاره د ټولو قومونو په ګډون سره د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو کښې ده.

د ایران خارجه وزیر هیله څرګنده کړه چې د اسلامي ملګرتیا موسسې په بیړنۍ غونډه کښې په یوه خوله نړیوالې ټولنې او په دغه ګاونډي هیواد کښې د لنډمهاله حکومت واکمنانو ته د ټول شموله حکومت د جوړولو په لړ کښې یو پيغام ورسوو.

هغه د ایران او پاکستان د دوو ګاونډي او ملګرو هیوادونو نزدې او ورورولیزو اړیکو ته په اشارې سره وویل: تهران ګاونډیانو ته یو خاص او وړومبیتوب لرونکی نظر لي او په دې منځومان کښې پاکستان د ایران یو ډیر ښه ګاونډی دی.