-
په ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي
Sep 04, 2024 13:47د ننګرهار سیمهایزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د چټکمزلي او باروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
-
په ایران کې د بهرنیو اتباعو د تظنیم هر اړخیز پلان جزئیات وڅېړل شول
Sep 04, 2024 02:30په افغانستان کې د ایران د سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په کوربتوب د ایران د دولتي او پوځي چارواکو ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د تنظیم هر اړخیز پلان جزئیات وڅیړل شول. .
-
د اسرائیلي رسنیو اعتراف: حماس خپل قدرت بیرته ترلاسه کړی دی
Sep 03, 2024 11:37پارس ټو ډی – صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې له ټولو حملو سره سره، حماس په شمال کښې خپل پوځي توان بیا احیاکړی دی.
-
یو راپور / په افغانستان کې د القاعدې د فعالیت زیاتوالې ته د متحده ایالاتو شین څراغ
Sep 03, 2024 09:07پارس ټوډی - د سمندري ځواکونو د پخواني افسر او د امریکا د ځانګړو عملیاتو د خدماتو د غړي ډاګ لیورمور په وینا، ټول سره څراغونه په ښکاره توګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي.
-
په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی دی
Sep 03, 2024 03:02سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د یوازینۍ انځوریزې دولتي رسنۍ «کندهار ملي ټلویزیون» چې اوس مهال يې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کاوه، پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.
-
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
Sep 03, 2024 02:55راپورونه وايي چې برید انتحاري وو او د طالبانو د څارنوالۍ، چې دوی یې د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست بولي، کارکوونکي یې په نښه کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخکې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ممکن د تلفاتو اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.
-
په تېره یوه اونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر کسان له افغانستان څخه وتلي دي
Sep 02, 2024 13:40د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د زمري له ۲۸ مې د روانې میاشتې تر ۳ یمې نیټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستان څخه وتلي دي.
-
په کابل کې د خیریه بنسټونو او شوراګانو مسئولان طالبان په سیاسي چلند تورنوي
Sep 02, 2024 13:09د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په پلازمېنه کابل کې یې د درېیو خیریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه تړلي دي.
-
امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي
Sep 02, 2024 13:05د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي
Sep 02, 2024 02:47د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې به د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړي.