په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152014-په_کندهار_کې_د_ملي_ټلویزیون_پر_نشراتو_بندیز_لګېدلی_دی
سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د یوازینۍ انځوریزې دولتي رسنۍ «کندهار ملي ټلویزیون» چې اوس مهال يې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کاوه، پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.
(last modified 2024-09-02T22:38:12+00:00 )
Sep 03, 2024 03:02 Asia/Kabul
  • په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی دی

سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د یوازینۍ انځوریزې دولتي رسنۍ «کندهار ملي ټلویزیون» چې اوس مهال يې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کاوه، پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.

په کندهار کې ځایي سرچینو ویلي چې په دې ولایت کې د کندهار د ملي راډیو ټلویزیون انځوریزې برخي نشرات د زمري میاشتي پر ۲۳ مې نېټې بند شوي او  د وږي میاشتې پر ۱۲ مه يې کارکوونکي هم رخصت کړي دي.

سرچینې وایې، د کندهار ملي ټلویزیون د نشراتو تر بندیدو وروسته څو تنه کارکوونکي کابل کې د دې رسنۍ مرکزي څانګې ته د کار کولو په موخه ورمعرفي شوي.

د سرچینو په وینا، کندهار ولایت کې د ملي ټلویزیون د محلي څانګې انځوريزي برخې نشرات په دې ولایت کې د ویډیويي راپورونو تر نشرولو وروسته بند شوي.

کندهار کې ملي ټلویزیون یوازینۍ انځوریزه رسنۍ وه چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې په کندهار ولایت کې فعالیت درلود.

په دې رسنۍ کې شاخوا ۳۰ تنو کارکوونکو په بېلابېلو برخو کې دنده لرله.

تردې مخکي د کندهار ولایت لپاره د طالبانو اوسني والي ملا شیرین اخوند د انسانانو او روح لرونکو شیانو پر تصویر اخیستلو بندیز لګولی و.