امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152002-امنیت_شورا_د_افغان_ښځو_د_وضعیت_په_اړه_غونډه_کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي.
(last modified 2024-09-02T08:39:37+00:00 )
Sep 02, 2024 13:05 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي.

یادې شورا په یوه اعلامیه کې ويلي چې د دې غونډې مشري به د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د ښځو په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله سیما بحوث به هم پکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه مالومات وړاندې کړي.

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانجا فاجون ویلي چې پر افغانستان ورټول دا بحث به یوازې د نجونو او ښځو پر زده کړو متمرکز وي.

امنیت شورا داسې مهال د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه جوړوي چې سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو حقوق خوندي دي او په کورنیو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.