-
ایران د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی ځای لري
Mar 22, 2024 11:51د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت د وچو مېوو د ادارې مشر وایي، هېواد یې د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی او د دغه محصول په تولید کې دویم مقام لري.
-
عمران خان: د پاکستان نوی حکومت به ۴ یا پنځه میاشتو کې سقوط شي
Mar 22, 2024 11:25د پاکستاني پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی، وړاندوینه کړې چې د دغه هېواد اوسنی ایتلافي حکومت به څلور یا پنخه میاشتو پورې سقوط شي.
-
په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پېل، د جینکو برخلیک نامعلوم
Mar 22, 2024 11:18په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پېل شو چې له شپږم ټولګي پورته د میلیونونو جینکو او ښځو تحصیلي برخلیک هماغه شان نامعلوم دی.
-
پاکستان له افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي
Mar 22, 2024 02:50زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې اسلام اباد له ګاونډي هیواد افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي او زیاته یې کړه چې له زور څخه کار اخیستل اخري انتخاب دی او مونږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو.
-
داعش ډلې د کندهار بم چاودنه کړي ده
Mar 22, 2024 00:42زمونږ خبریال راپور راکړی داعش ټروریسټي ډلې د افغانستان د کندهار د پروني ځانمرګي برید مسولیت ومانه.
-
طالبان: لوېديځ هېوادونه دې له سرپرست حکومت سره تعامل ته را وړاندې شي
Mar 21, 2024 12:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له لوېديځو هېوادونو غوښتي چې له سرپرست حکومت سره تعامل ته را وړاندې شي.
-
ننګرهارکې ۸ زره کیلو ګرامه بې کیفیته شین چای سوزول شوی
Mar 21, 2024 12:25د افغانستان په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د څوارلس زره امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلو ګرامه بی کیفیته شین چاې له بازاره راټول او د محکمې له پرېکړې وروسته وسوزول شو
-
پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري
Mar 21, 2024 11:40د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوي لري.
-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران په کوربتوب او ۱۱ هېوادونو په حضور د نوروز جشن نمانځل
Mar 21, 2024 08:29د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دیپلوماتانو په هڅو او په دغه سازمان کې د دولس هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماتانو په حضور کې د نوي کال لومړۍ ورځ د نورز جشن نمانځنه وشوه.