ننګرهارکې ۸ زره کیلو ګرامه بې کیفیته شین چای سوزول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147988-ننګرهارکې_۸_زره_کیلو_ګرامه_بې_کیفیته_شین_چای_سوزول_شوی
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د څوارلس زره امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلو ګرامه بی کیفیته شین چاې له بازاره راټول او د محکمې له پرېکړې وروسته وسوزول شو
(last modified 2024-03-21T07:57:52+00:00 )
Mar 21, 2024 12:25 Asia/Kabul

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د څوارلس زره امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلو ګرامه بی کیفیته شین چاې له بازاره راټول او د محکمې له پرېکړې وروسته وسوزول شو

د یاد ولایت د خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی عباس وایي: د جلال اباد ښار له بېلا بېلو پلورنځیو څخه د څوارلس زره ډالرو په ارزښت شاوخوا اته زره کیلوګرامه شین چای چې په لابراتواري څیړنو کې بې کیفیته بلل شوی وو، د محکمې له پریکړې وروسته له ښاره وتلې په یوه خوندي سیمه کې وسوزول شو.

نوموړي ویلي: کوم چاې چې دوې له بازاره راټول کړی  وو، نه یوازې دا چې طبیعي نه وو بلکې د هغه کیمیاوي موادو رنګ ورکول  شوی وو، چې څښاک  یې د انسان روغتیا ته خورا له خطره ډک دي.

د همدې ادارې د غذایي خوندیتوب برخې مشر ډاکترنعیم الله ایوبي وایي، په دې ورستیوکې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ پیښې خورا زیاتې شوي چې یو لامل یې همدا په  کیمیاوي موادو ککړو خوراکي توکو مصرفول دي.