-
پر غزې د صهيونیسټي رژيم د حملې له پېل راهيسي، هره ورځ يو خبريال په شهادت رسېږي
Feb 19, 2024 02:18د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د خبریالانو د شهادت په هکله وروستی راپور ښیي، چې پر غزې د نیواکګر رژیم د حملو له پیل راهیسې تراوسه ۱۳۱ خبریالان شهیدان شوي دي.
-
په مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي
Feb 19, 2024 02:05د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.
-
روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
-
د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا پیل شوې
Feb 19, 2024 01:40د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربه توب پرون دسلواغې په ۲۹مه پیل شوه.
-
عربستان د خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی
Feb 19, 2024 01:23د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلي رژیم په ګډون په منځني ختیځ کې د امن راتلو یوازنۍ لاره دا ده چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو ته لاره هواره شي.
-
د نړۍ په میلیونوخلکو بیا د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړکې مظاهرې وکړې
Feb 18, 2024 12:36د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه
-
عمومی انتخابات د ټولو مشکلاتو حل او د ملی وحدت ساتل دي
Feb 18, 2024 12:01د ایران د اسلامی شورا د انتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍد خبرګانو د شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ د کب د میاشتې په یولسمه نیټه په جمعې ورخې په درست ایران کې په یو وخت ترسره کیږي.
-
د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ ډيرې مهمې او ارزښتمنې دي
Feb 18, 2024 11:14د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالوسیالیو څلویښتم پړاؤ د سلواغې په اته ویشتمه نیټه پیل شوي او د کب دمیاشتې تر دوهمې نیټې پورې به دوام وکړي.
-
نورستان ولایت کښې د تودو اوبو چینې ته ډیرې ناروغان ورځي جزیات دلته لرو
Feb 18, 2024 10:48زمونږ خبریال راپور راکړی نورستان ولایت کې د تودو اوبو چینې ته له لرې ځایونو ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
-
چابهار بندر د افغانستان د تاجرانو لپاره ترټولو امنه لاره ده
Feb 18, 2024 10:46د افغانستان د صنائعو او کانونو د کوټې ویندوي ووئیل،د ایران دجنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت چابهار بندر،د افغانستان د صنائعود حوزې د تاجرانو او فعالانو لباره ترټولو ارزانه او امنه لاره ده .