روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03 Asia/Kabul
د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دې ولایت ته د ورتلونکو ګرځندویانو لپاره یې د هر ډول اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه دریغ نه دی کړی او تازه ۱۰ تنه بهرني وګړي، چې د امریکا، آلمان، ناروې، ویتنام، جاپان، او سکاټلینډ هېوادونو وګړي دي، دې ولایت ته سفر کړی.
د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هرات، چې پکې د ټول افغانستان په څېر امنیت بهتره تامین دی او زیاتې تاریخي سیمې او آبدات پکې شتون لري، هر کال ورته لسګونه زره داخلي او بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه سفر کوي.
ټیګونه