چابهار بندر د افغانستان د تاجرانو لپاره ترټولو امنه لاره ده
د افغانستان د صنائعو او کانونو د کوټې ویندوي ووئیل،د ایران دجنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت چابهار بندر،د افغانستان د صنائعود حوزې د تاجرانو او فعالانو لباره ترټولو ارزانه او امنه لاره ده .
په تیرو څه دپاسه دوو کلونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او افغانستان ترمینځ تجارتي مبادلات په اوڅاره توګه زیات شوي دي او ددواړو هیوادونو لوړپوړو چارواکو هم ددغو مبادلاتو په پراختیا ټينګار کړی دی.
د افغانستان د صنائعو او کانونو د کوټې مسئولان د ایران له اسلامی جمهوریت سره دتجارتي مبادلاتو زیاتیدا د دواړو هیوادونو په ګټه ګڼي او باؤري دي،چې هر دواړه هیوادونه د لودیځوالو له هراړخیزو بندیزونو سره مخ دي او په همدې دلیل ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت بازار ، دیوه بل لپاره تر ټولو مناسب بازارونه دي.
ایرناخبري آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د کانونو او صنائعود کوټې ویندوي عبدالمعید هاشمي ددې خبرې په کولو سره چې باید د چابهار بندر له ډیرو ظرفیّتونو څخه لازیاته استفاده وشي، ووئيل،له نیکه مرغه په تیرو څه دپاسه دوو کلونو کې د اسلامی ایران او افغانستان ترمینځ اقتصادي اړیکې په یوې نوي مخ په وده مرحلې کې ورغلي دي. هاشمي ووئیل،چابهار بندر دافغانستان د صنعتکارانو لپاره دنورو بندرونو په نسبت لازیات امنه او آسان او ارزان دی او له دې امله د افغانستان صنعت کاران باید دخپلو وارداتو او صادراتو لپاره له دغه بندره استفاده وکړي.
د ایران چابهار بندر د ایران یوازینی هغه سمندری بندر دی چې مکران سمندر او هند سمندر په غاړه واقع دی او د افغانستان ، ترکمنستان،ازبکستان، تاجیکستان،قرقیزستان،او قزاقستان په څیر په مینځنۍ آسیا وچې کې کلابندو هیوادونو ، آزادو اوبو ته د لارس رسي ترټولو نزدې او سټراټژيک موقعیّته برخمن دی.