عربستان د خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146392-عربستان_د_خپلواک_فلسطیني_دولت_پر_جوړېدو_ټینګار_کړی
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلي رژیم په ګډون په منځني ختیځ کې د امن راتلو یوازنۍ لاره دا ده چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو ته لاره هواره شي.
(last modified 2024-02-18T23:19:41+00:00 )
Feb 19, 2024 01:23 Asia/Kabul
  • عربستان د خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلي رژیم په ګډون په منځني ختیځ کې د امن راتلو یوازنۍ لاره دا ده چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو ته لاره هواره شي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د مونیخ په امنیتي ناسته کې د ګډون پرمهال له اسرائیلي رژیم سره د اړیکو عادي کېدو په اړه ویلي چې سعودي اوس په غزه کې اوربند ته پر هوکړې تمرکز کوي.

ریاض په وار وار ویلي تر هغه به له اسرائیلي رژیم سره خپلې ډیپلوماتیکي اړیکي عادي نه کړي، چې یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل شوی نه وي.

د اسرائیلي رژیم مشر اسحق هرټسوګ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې څرګنده کړې چې پر اسرائیلو د حماس د برید له هدفونو یو دا وو چې له ریاض سره یې د اړیکو عادي کولو خبرې وځنډول شي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې تر ۲۸ زره او ۸۰۰  ډېر کسان په شهادت رسېدلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.