-
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پاکستاني پاسپورټ نه دی کارولی
Dec 10, 2023 06:28طالبانو له امریکایانو سره د مذاکراتو په لړ کښې قطر ته د تګ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر«سراجالدین حقانی» له خوا د پاکستاني پاسپورټ د کارولو په هکله د دغه هیواد د رسنیو رپورټ دروغ وباله
-
طالبانو په افغانستان کښې د زده کړې په هکله د ملګرو ملتو رپورټ رد کړ
Dec 10, 2023 06:14د طالبانو د حکومت د ښوونې وزارت په افغانستان کښې د زده کړې د کیفیت د ټیټوالي او له ښوونځیو د ښځینه ښوونکو د ایستل کیدو په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د څارونکي رپورټ رد کړی دی.
-
لوېدیځ قدرتونه باید له اسرائیلو سره همکاري بنده کړي
Dec 10, 2023 04:35د پاکستان د ګوندونو مشرانو په یوې ناستې کې ټینګار وکړ، چې لوېدیځ قدرتونه باید د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو په ترسره کولو کې له اسرائیلی رژیم سره له ملګرتیا لاس واخلي.
-
د شیکاګو ډاکټرانو د فلسطین د خلکو ملاتړ کړی
Dec 10, 2023 02:58د امریکا د شیکاګو ښار روغتیایي کارکونکو د هنر موزیم مخې ته په راټولېدو سره، د غزې پر روغتیایي زیربناوو باندې پر پراخو بریدونو اعتراض وکړ.
-
مقاومت له الاقصی طوفان څخه په مخکې او وروسته باندې وېشل کېږي
Dec 10, 2023 02:25د ایران د اسلامي شورا مشر د سوریې له لومړي وزیر سره په کتنه کې، د الاقصی طوفان د عملیاتو پایله په سیمه ایزه او نړیواله کچه د مقاومت د جبهې لپاره د عطف ټکی وباله.
-
مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول
Dec 10, 2023 01:35د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستانه شوي
Dec 10, 2023 01:22د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.
-
په تخار کې غلو له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی
Dec 10, 2023 01:07د افغانستان په تخار کې سیمهایزې سرچینې وايي، غلو په دغه ولایت کې له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی دی.
-
نوازشریف له ګاونډیو سره په ښو اړیکو ټینګار وکړ
Dec 09, 2023 13:10زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر نوازشریف نن په لاهور کښې د خپل ګوند غړیو ته په وینا کښې د پاکستان له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو پرضرورت ټینګار وکړ او حیرانه شو یو هیواد څرنګه خپل نړیوال حیثیت ترلاسه کولی شي په داسې حال کښې چې له ګاونډیو هیوادونو سره اختلافات ولري.
-
د طالبانو سرپرست حکومت د امریکا د خزانې وزارت بندیزونه غندلي نور حال دلته واورئ
Dec 09, 2023 12:40زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو سرپرست حکومت د امریکا د خزانې وزارت لهخوا پخپلو دوه چارواکو فریدالدین محمود او محمد خالد حنفي د بندیزونو لګول غندلي دي.