مقاومت له الاقصی طوفان څخه په مخکې او وروسته باندې وېشل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142938-مقاومت_له_الاقصی_طوفان_څخه_په_مخکې_او_وروسته_باندې_وېشل_کېږي
د ایران د اسلامي شورا مشر د سوریې له لومړي وزیر سره په کتنه کې، د الاقصی طوفان د عملیاتو پایله په سیمه ایزه او نړیواله کچه د مقاومت د جبهې لپاره د عطف ټکی وباله.
(last modified 2023-12-09T21:57:21+00:00 )
Dec 10, 2023 02:25 Asia/Kabul
  • مقاومت له الاقصی طوفان څخه په مخکې او وروسته باندې وېشل کېږي

د ایران د اسلامي شورا مشر د سوریې له لومړي وزیر سره په کتنه کې، د الاقصی طوفان د عملیاتو پایله په سیمه ایزه او نړیواله کچه د مقاومت د جبهې لپاره د عطف ټکی وباله.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې د سوریې له لومړي وزیر حسین عرنوس سره په کتنه کې وویل: د مقاومت د جبهې اوسنۍ دوره، په سیاسي، اقتصادي او ستراتېژیکو برخو کې د الاقصی طوفان له عملیاتو څخه مخکې او وروسته وېشل کېږي او دا له هغه پیښو څخه جلا دي، چې همدا اوس په غزه کې پېښیږي.

د ایران د اسلامي شورا مشر همدارنګه په دې خبرې سره چې د ایران او سوریې اړیکې ډېرې ژورې او د ورورۍ دي  هیله څرګنده کړه چې د ایران او سوریې د چارواکو ترمنځ دغه ملاقاتونه به، له تجارتي، سیاسي او امنیتي تعاملاتو سره مرسته وکړي.

حسین عرنوس هم په دغه کتنه کې وویل چې دواړه هېوادونه وتوانېدل په دې څو میاشتو کې او سوریې ته د ایران د ولسمشر له سفر وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېرو مسائلو د هواري لپاره په چټکۍ سره پرمختګ وکړي.

عرنوس وویل هغه فشارونه چې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له خوا پر سوریې باندې دوام لري، له عربي ټولنې سره د دغه هېواد د ستنېدا له امله دي.