د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پاکستاني پاسپورټ نه دی کارولی
طالبانو له امریکایانو سره د مذاکراتو په لړ کښې قطر ته د تګ لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر«سراجالدین حقانی» له خوا د پاکستاني پاسپورټ د کارولو په هکله د دغه هیواد د رسنیو رپورټ دروغ وباله
د تسنیم د رپورټ له مخې، د طالبانو د پخواني مرکچي پلاوي دوو غړو د پاکستاني رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان طالبانو د واکمنې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خبرواترو لپاره په پاکستاني پاسپورټ قطر ته تللی و.
له دې مخکښې پاکستاني خبریال عمر چیمه ادعا کړې وه چې حقاني له امریکایانو سره د خبرو لپاره د پاکستاني پاسپورټ په کارولو سره قطر ته تللی و.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین او د طالبانو د پخواني مرکچي پلاوي غړي محمد زاهد احمدزي له «پاکستان ډیلي» سره په خبرو کې دغه راپور په کلکه رد کړ.
سراج الدین حقاني د امریکا او په ناټو کې د هغې د متحدینو پر وړاندې په شل کلن وسله وال مقاومت کې د طالبانو له مطلوبو څېرو څخه و، خو له امریکا سره د خبرو اترو د ټیم غړی نه و.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت کې حقاني په خپل تور لیست کې شامل کړ او یو کال وروسته یې د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو د ورکولو په سر د ۵ میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه.