په تخار کې غلو له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142930-په_تخار_کې_غلو_له_یوه_۲۳_کلن_هلک_سر_پرې_کړی
د افغانستان په تخار کې سیمه‌ایزې سرچینې وايي، غلو په دغه ولایت کې له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی دی.
(last modified 2023-12-09T22:36:24+00:00 )
Dec 10, 2023 01:07 Asia/Kabul
  • په تخار کې غلو له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی

د افغانستان په تخار کې سیمه‌ایزې سرچینې وايي، غلو په دغه ولایت کې له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی دی.

د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په شپه، د لیندۍ په ۱۵مه د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ په « مرزابچه سیاب» کلي کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې غله د شپې پر مهال په بنګي ولسوالۍ کې يوه کور ته ننوتلي او د عبدالوکيل په نوم يو ځوان يې لومړی په چړو وهلی او بيا يې سر له تنې ترې جلا کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه ځوان هغه مهال وژل شوی چې غله يې په نښه پېژندلي دي.

له دې سره، غلو د عبدالوکیل له وژلو وروسته سل زره افغانۍ نغدې پیسې هم له ځانونو سره وړي دي.

عبدالوکيل يو هټۍوال و او له هيچا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په تخار ولایت کې وسله‌والې غلاوې په بې سارې ډول زیاتې شوي دي.

د روان کال د چنګاښ په ۲مه، هم وسله‌والو غلو په تخار کې له یوه هټۍوال سر پرې کړی و.