-
په امنیت شورا کې د امریکا فلسطین ضده پریکړې مسّوده هم ویټو شوه
Oct 26, 2023 09:40د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر په اعلامیې کې د وحشی صهیونیسټي رژيم په ملاتړ کې د امریکا د پریکړه لیک په ویټو کولو او په امنیت شورا کې د روسیې او چین ددریځ قدرونه شوې ده.
-
د اسرائيلو وجود دنړۍ لپاره امنیتی ګواښ دی
Oct 26, 2023 09:11د پاکستان د پيپلز ګوند مشر او ددغه هیواد پخوانی خارجه وزیر د صهیونیسټي رژيم په یرغلونو کې د غزې د مظلومو عامو خلکو وژله ددغه وحشي رژیم پر ټنډې د بې ننګۍ نښه وبلله او وې وئيل،د اسرائيلو وجود دنړۍ په ضد یو امنیتی ګواښ دی.
-
په افغانستان کې د انسان دوستۍ مرستې په سم ډول نه ویشل کیږي
Oct 26, 2023 08:44خلیل الرحمن حقاني پر اروپائي اتحادئې غږ کړی چې مرستې دې ددغه هیواد خلکو لپاره د سرپناه د برابرولو ،په روغتیائي، تعلیمي او نورو اساسی او بیخ بینائي پروژو کې ولګوي.
-
اروپائي اتحادئې د افغانستان له روغتیائي برخې سره مرستې کړي
Oct 26, 2023 08:38باید له هغو کسانو سره دغه مرستې وشي، چې له نفسیاتي مشکلاتو او د نشه ایزو موادو له امله له نفسیاتی مشکلاتو او ګډوډیو سره لاس او ګریوان شوي دي، څو بیرته ټولنې ته ستانه شي
-
د افغانستان طالبانو د اسلامي هیوادونو چوپتیا په کلکه وغندله نور حال دلته لرو
Oct 26, 2023 10:49زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت ځينو لوړپوړو چاروکو د فلسطین پر وړاندې د اسلامي هېوادونو چوپتیا په کلکه غندلې ده.
-
امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده
Oct 26, 2023 10:02د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له پرلپسې جنایتونو سره په مقابله کې، د غزې د خلکو صبر او ځواک او د دوی مظلومیت ته په اشارې سره وویل: اشغال شوي فلسطین ته د امریکې په ګډون، د نورو شرورو او ظالمو هېوادونو لکه: د انګلستان، فرانسې او آلمان د مشرانو پرلپسې سفر، د غاصب رژیم د له منځه تلو څخه د مخنیوي هڅه ده.
-
لغمان ولایت کښې د صنعتي پارک د جوړیدا غوښتنه شوي ده نور حال دلته لرو
Oct 26, 2023 07:44زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په لغمان کې صنعتکاران او پانګه وال دصنعتي پارک د جوړیدو او زمکو د ویش غوښتنه کوي.
-
د اسرائیلوله پښوغورځیدلی رژیم د فلسطین له مظلومو خلکو غچ اخلی
Oct 25, 2023 12:38حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.
-
د افغانستان د پوهنتون استاد حاکم مشفق د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د ظلمونو په هکله څه وايي؟
Oct 25, 2023 12:13د تهران راډیو پښتو خپرونې د افغانستان د پوهنتون له استاد او د چارو له شناندي حاکم مشفق سره د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په هکله مرکه کړي ده چې اوس د تاسو پام ورته غواړو
-
له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په هکله ښاغلی اسد الله دولتزی او شاهد الله شاهد څه وايي؟
Oct 25, 2023 11:07د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو پاکستان د افغانستان د غیرقانوني کډوالو د وتلو لپاره مهال ویش ټاکلی دی مونږ په دې هکله د سیاسي چارو د شنونکي ښاغلي اسد الله دولت زي او د یوه تازه ستانه شوي افغان کډوال شاهد الله شاهد نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په دغه ګردي میز کښې وړاندې کوو.