د اسرائيلو وجود دنړۍ لپاره امنیتی ګواښ دی
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر او ددغه هیواد پخوانی خارجه وزیر د صهیونیسټي رژيم په یرغلونو کې د غزې د مظلومو عامو خلکو وژله ددغه وحشي رژیم پر ټنډې د بې ننګۍ نښه وبلله او وې وئيل،د اسرائيلو وجود دنړۍ په ضد یو امنیتی ګواښ دی.
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاؤل بهټو زرداري په اسلام اباد کې د فلسطین په سفارت کې دغزې د شهیدانو د یاددښت په رجسټر باندې د لاسلیک په څنډې کې د وحشي اسرائيلي رژیم په وسیله د فلسطینیانو په ضد دنسل وژنې او جنایتونو دوام محکوم کړ او زیاته ئې کړه،دپاکستان خلک د فلسطین او مقاومت ترڅنګ ولاړ دی او مونږ له هغو غیرپوځي کسانو او تاوان لیدونکو سره چې په غزې کې د اسرائيلو د نیواکګر رژیم د وحشي ډوله یرغلونو په نښه کیږي، دپيوستون اعلان کوو.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د پاکستان پخوانی خارجه وزیر ووئیل،د صهیونیسټانو بشری ضدجنایتونه،ددوي پر ټَنډې د بې ننګۍ داغ دی او د فلسطینیانو په ضد ددغه رژیم وروستي او د فلسطینیانو په ضد د دغه سپير او وحشي رژیم وروستي تیري ثابتوي چې د اسرائيلي رژیم وجود د نړۍ لپاره یو امنیتی ګواښ دی ،نو ځکه له نړیوالې ټولنې دمونږ غوښته ددغو جنایتونو د دوام مخنیوی او په غزې کې د فوری اوربند ټينګیدا ده.
همداراز دپاکستان د پوځ قوماندان جنرال عاصم منیر هم د فلسطین له سفیر سره په کتنې کې د فلسطینیانو په ضد دصهیونیسټي رژيم یرغلونه د بشریّت په ضد ښکاره جنایت وباله او د صهیونیسټانو له بې آمانه حملو څخه د لویدیځ ړندو ملاتړونو ته په اشارې سره ئې خبرداری ورکړ له ترهه ګرۍ سره د غزې د جنګ پرتله کول یو احمقانه اقدام دی،نو ځکه نړۍ باید لازیات ددغو جنایتونو ته د صهیونیسټي رژيم له لمسؤنې خنډ شي.