د اسرائیلوله پښوغورځیدلی رژیم د فلسطین له مظلومو خلکو غچ اخلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140502-د_اسرائیلوله_پښوغورځیدلی_رژیم_د_فلسطین_له_مظلومو_خلکو_غچ_اخلی
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.
(last modified 2023-10-25T08:10:54+00:00 )
Oct 25, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • د اسرائیلوله پښوغورځیدلی رژیم د فلسطین له مظلومو خلکو غچ اخلی

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر تینګار  وکړ د اسرائیلو زخمی او له پښو غورځیدلی نیواکګر رژیم د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی مباررزانو د سخت ګوزار  غچ اخلی.

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې سایټ  له مخې، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی  خامنه ای د چهارشنبې په ورځ د ایران د لویدیځ د لرستان ولایت د ۶۵۵۵ شهیدانو د درنښت  د غونډې له ګډونوالواو چاروالو سره په کتنه کښې د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې جنایتونو په وړاندې د غزې د خلکو اقتدار او له  صبر سره مظلومیت  ته په اشارې سره ټینګار وکړ: بې له شکه او د نړۍ د شرغواړو له ټولو ملاتړونو اود صهیونیسټانو په  جنایتونوکی د امریکایانو پریکنده ملګرتیا سره سره  دا ټول ظلمونه او جنایتونه به په پای کې هیڅ ځای  ونه نیسي او په دې او راتلونکو حالاتو کې بریا د د فلسطینی  ملت په لاس کې ده .

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي  پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل  وینه تویونکی او بدماش  دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا  مظلوم دي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر یو ځل بیا د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د فلسطین د جنګیالیو لخوا په غاصب رژیم ګوزار یو پریکنده او بې مثاله وباله او ویې ویل: د وخت په تیریدو سره د دغه ګوزار نه جبران کیدونکی ماهیت  نو ر ښکاره کیږي .

هغوی نیواکی فلسطین ته د امریکا او د نورو شرغواړو او ظالمو هیوادونو لکه انګلستان، فرانسې او جرمنی د ولسمشرانو پرله پسې ورتل د غاصب رژیم د تباهۍ د مخنیوی لپاره یوه هڅه وبلله او زیاته یې کړه: د نړۍ شرغواړي  دا وینی چی صهيونيسټ رژيم  د فلسسطیني مبارزانو د سخت او ټاکونکی ګوزار له امله د تباهۍ او بربادۍ په حال کی دی ،  له همدې امله په سفرونو او د پيوستون په څرګندولو او د جنایتونو د  وسيلو لکه بمونو او نورو وسلو په برابرولو سره هڅه کوي چې د زخم خوړلی او له پښو غورځیدلی رژیم  په زوره  وساتي.

حضرت امام  خامنه ای امریکا د صهیونیسټی جنایتکارانو ثابته ملګری وبلله اوټینګار  یې وکړ: د امریکایانو لاسونه تر څنګلو پورې د ماشومانو، ښځو او د غزې د نورو شهیدانو په وینو رنګ شوی دی او په حقیقت کښې امریکایان  د دغو جنایتونو په مدیریت اخته دي ..

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په امریکا، اروپا، اسلامی هیوادونو او د نړۍ په نورو سیمو کښې د نړۍ د عمومي  وجدانونو خوځیدا  د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې جنایتونو د پراخیدو او ژورتیا په وړاندې غبرګون وباله او زیاته یې کړه په اروپا کې د آزادۍ او بشري حقوقو ادعا کوونکو د فلسطین په حق کې په مظاهرو بندیز لګولی دی، خو خلک د دغو بندیزونو په پام نه کولو سره سړکونو ته راووځي او خپل قهر، غصه او د خپل ضمیر د درد نارې وهي او هیڅوک  به هم یې د صهیونیسټانو د وحشتونو په وړاندې د ملتونو د غبرګونونو مخه ونه نیولې شي  .