-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
-
هرات کښې د زلزلې په هکله عبدالفتاح جواد او تمیم عارف مومند څه نظرونه او لیدتوګي لري؟
Oct 11, 2023 11:11د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو څرنګه چې تاسو ته معلومه ده په هرات ولایت کښې سختې زلزلې زرګونو کسان مړه او ژوبل کړي دي مونږ په دې هکله د احساس د خیریه بنسټ له مشر عبدالفتاح جواد او د ننګرهار ولایت پخواني مرستیال والي تمیم عارف مومند نظرونه معلوم کړي دي چې اوس یې تاسو ته په دغه ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
Oct 11, 2023 10:54د نیجریه د شیعیانو مشر ټینګار وکړ: هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
-
ننګرهار د شینوارو قومي مشر چترال همت د فلسطین د مسلې په هکله څه لیدتوګه لري؟
Oct 11, 2023 10:48د تهران راډیو د افغانستان د ننګرهار ولایت د شینوارو له قومي مشر چترال همت سره د فلسطین د مسلې په اړه مرکه کړي دي چې اوس یې تاسو ته وړاندې کوو.
-
د ننګرهار د مومندو قومي مشر نور افضل مصلح د فلسطین د مسلې په هکله څه نظر لري؟
Oct 11, 2023 10:42ګرانو اوریدونکو څرنګه چې تاسو ته پته ده د فلسطینیانو او د اسرائیلو د نیواکګر رژيم جګړه روانه ده تهران راډیو په دې هکله د افغانستان د ننګرهار ولایت د مومندو د قومي مشر نور افضل مصلح نظر پوښتلی دی چې تاسو ته یې اوس په دغه مرکې کښې وړاندې کوو.
-
په افغانستان کې د یوه ټولګډونه ملي حکومت د رامنځته کېدو اړتیا
Oct 11, 2023 10:04د ایران د اسلامي جمهوریت د کډوالۍ د ملي ادارې د نړیوالو چارو عمومي مشر په افغانستان کې د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
که امریکا په فلسطین کې مداخله وکړي، موږ به یې اډې په نښه کړو
Oct 11, 2023 09:43د عراق د حزب الله د کنډکونو عمومي مشر خبرداری ورکړ، که امریکا د فلسطین په نښتو کې لاسوهنه وکړي، د دغه هېواد اډې به ددغه غورځنګ د توغندیو له لوري په نښه شي.
-
فلسطینیان د نیواکګرۍاو تیریوپه وړاندې د ځان اوټاټوبی ددفاع حق لري
Oct 11, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر دملګروملتو سرمنشي ته په یوه لیک کې د وحشي اسرائیلو د نیواکګر رژیم له خوا د وحشي ډوله جنایتونو او تیریو په دوام په اندیښنې ښودلو سره دهرډول نیواکګرۍ او تیریو په وړاندې د فلسطین د ولس دروا دفاع په حق ټينګار وکړ.
-
هرات کې په زرګونه زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي
Oct 11, 2023 08:56په داسې حال کې چې په هرات کې خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.
-
ازبکستان د هرات له زلزله ځپلو سره سل ټنه بشري مرسته وکړه
Oct 11, 2023 08:39د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.