په افغانستان کې د یوه ټولګډونه ملي حکومت د رامنځته کېدو اړتیا
د ایران د اسلامي جمهوریت د کډوالۍ د ملي ادارې د نړیوالو چارو عمومي مشر په افغانستان کې د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې ۷۴مه غونډه، د «افغانستان د مقاومت د پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې په ژنیو کې جوړه شوه.
د کډوالۍ د ملي ادارې د خبر له مخې، د کډوالۍ د ملي ادارې د نړیوالو چارو مشر روح الله قادري په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې په ۷۴مه غونډه کې، د ډېرې کډوالۍ او بې ځایه کېدو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د انعطاف پر زیاتولو باندې ټینګار وکړ.
د کډوالۍ د ملي ادارې د نړيوالو چارو عمومي مشر وويل: د يوه هراړخيز ملي حکومت له رامنځته کېدو پرته، په افغانستان کې په ټولو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري برخو او کچو کې د بنسټيزو او جدي اصلاحاتو راوستل ناشوني دي.
قادری د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نړیوالو مرستو په اړه هم زیاته کړه: مرستې او ملاتړ باید په زیربنایي او ودانیزو پروژو باندې زیات متمرکز شي.