فلسطینیان د نیواکګرۍاو تیریوپه وړاندې د ځان اوټاټوبی ددفاع حق لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139772-فلسطینیان_د_نیواکګرۍاو_تیریوپه_وړاندې_د_ځان_اوټاټوبی_ددفاع_حق_لري
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  دملګروملتو  سرمنشي ته په یوه لیک کې  د وحشي اسرائیلو د نیواکګر رژیم له خوا د وحشي ډوله جنایتونو او تیریو په دوام په اندیښنې ښودلو سره  دهرډول نیواکګرۍ او تیریو په وړاندې د فلسطین د ولس دروا دفاع په  حق ټينګار وکړ.
(last modified 2023-10-11T03:48:51+00:00 )
Oct 11, 2023 01:51 Asia/Kabul
  • فلسطینیان د نیواکګرۍاو تیریوپه وړاندې د ځان اوټاټوبی ددفاع حق لري

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  دملګروملتو  سرمنشي ته په یوه لیک کې  د وحشي اسرائیلو د نیواکګر رژیم له خوا د وحشي ډوله جنایتونو او تیریو په دوام په اندیښنې ښودلو سره  دهرډول نیواکګرۍ او تیریو په وړاندې د فلسطین د ولس دروا دفاع په  حق ټينګار وکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،   حسین امیر عبداللهیان  د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د یوه لیک په لیږلو سره  د نیواکي فلسطین په  ټاټوبو کې  داسرائيلو دنیواکګر رژيم له خوا د وحشي ډوله جنایتونو  او تیریو ددوام په باب  ژوره اندیښنه وښودله. دا یران خارجه وزیر  د فلسطین د ولس په وړاندې د نیواکګر رژيم د جنایتونو او  له دغه نیواکګر او وحشي رژيم څخه  د امریکا او لویدیځ  دملاتړونو په یادولو سره  ووئيل، د فلسطین  خلک له ځان او خپل ټاټوبي څخه په دفاع کې  له  خپلو ټولو آوزارونو څخه د استفاده بشپړ حق لري  او باید نیواکګري او جنایتونه پاي ته ورسیږي.

د ایران خارجه وزیر  همداراز په غزې کې د انساني غمیزې په وړاندې  دملګروملتو او د سرمنشي د شخصي مسئولیّتونو په یادولو سره  د صهیونیسټي رژيم د ړندو  غج اخستنو په باب خبرداری ورکړ.

امیر عبداللهیان  د ملګروملتو له سرمنشي وغوښتل ، په نیواکی فلسطین او په تیره بیا په غزې تړانګې کې دې  د نسل وژنې  او جنګي جنایتونو دبوږنونکو  اقداماتو او د بشری حقوقو  او انسان دوستۍ د نړیوالو حقوقو پشمول د نړیوالو حقوقو د ښکاره خلاف ورزیو ددوام دمخنیوی لپاره دې په ممکن زر ترزره لازم تدبیرونه غوره کړي.

د  ایران د اسلامی جمهوریت خارجه  و زیر همداراز د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره هم د فلسطین دوروستیو  حالاتو په باب د نظر تبادله کړې او دغه راز ئې له هغه غوښتي څو په دې باب دې دفوري اقداماتو لپاره لاس په کار شي.

د فلسطین د دفاع کونکی ولس  د مبارزو په سر کې د طوفان الاقصی عملیاتو په اوج پسې  په غزې تړانګې باندې د قدس دنیواکګر رژيم  د حملو له دوام سره په یووخت د فلسطین د روغتیائی چارو وزارت پرون ناوخته  په اعلامیې کې  د ترټولو ورستیو احصایو په  اعلانولو سره وئیلي دي، چې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په ب آمانه بمباریو کې تر دې دمه  کابو ۷۸۸ بې ګناه فلسطینان چې ۳۵فیصده قربانیان ئې ماشومان دي شهیدان شوي او  کابو  پنځه زره نور هم ټپیان شوي دي . چې د شهیدانو شمیر نوره هم زیاتیدلی شي.