-
د چین نوي سفیر له امیرخان متقي سره لیدنه وکړه
Sep 14, 2023 09:28جاو شینګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي سره په دې ليدنه کې ژمنه کړې چې د کابل او بيجینګ ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا لپاره به هڅې وکړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
جلال آباد کې د ښار د بڼې بدلون په موخه ګڼ شمېر پروژې پېل شوي
Sep 14, 2023 04:14د دې ولایت د سیمه ایزو چارواکو په وینا په دې پروژو کې ګڼ شمېر ښاریانوته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
په ننګرهار کې یوه هلک خپل پلار په تبرګي وژلی
Sep 14, 2023 04:06په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی دی.
-
د صهیونیسټانو په برید کې ۸ سوري وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
Sep 14, 2023 03:56سوریې اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو په حملې کې دوه سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
-
دښمن ماتې خوړلې ده
Sep 14, 2023 02:52د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان د دې په بیان سره چې دښمن تجربه لرونکی او میدان لیدلی دی څرګنده کړه: دښمن ماتې خوړلې خو شاتګ یې نه دی کړی او غلی شوی نه دی.
-
یوه ښځه له ۲۵ کلونو وروسته د خپلو وروڼو له زندانه خوشې شوه
Sep 14, 2023 01:51د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، پولیسو د مالوماتو پر اساس د کابل ښار په لسمه ناحیه کې پر یوه کور عملیات کړي، چې په پایله کې یې یوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا زنداني شوې وه، خوشې شوې ده.
-
لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ تازه تر ۲زره ډېر مړي موندل شوي
Sep 14, 2023 01:48د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.
-
پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت «زمرد» پلورل شوي
Sep 14, 2023 01:45د پنجشېر سیمه ایز چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره دغه ولایت کې استخراج شوي «زمرد» په نږدې ۲۵ میلیونه افغانۍ پلورل شوي دي.
-
سیاسي اړیکې باید پر سوداګرۍ منفي اغیزه ونکړي
Sep 14, 2023 01:43د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال په کابل کې د ایراني صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې باید تل عادي وي.
-
يو چينايي شرکت غواړي د برښنا د توليد په برخه کې پانګونه وکړي
Sep 14, 2023 01:41د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د چين د ((چيندو)) شرکت او د هريرود ودانيز شرکت له استازو سره وکتل.