سیاسي اړیکې باید پر سوداګرۍ منفي اغیزه ونکړي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال په کابل کې د ایراني صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې باید تل عادي وي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په کابل کې د ایراني صنعتکارانو پلاوي ویلي چې سیاست باید پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه کړي او د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې باید تل عادي وي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال زیاته کړه چې د ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې خورا ارزښتمنې دي او باید پیاوړې شي.
قدرت الله جمال بهرنیو سوداګرو ته په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هم ډاډ ورکړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاته کړه چې د ښاغلي ساقي په مشرۍ ایراني پلاوي په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د طالبانو له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو ستاینه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.