-
د اسلامي ملګرتیا موسسې یوه پلاوي کابل ته سفر کړی
Sep 02, 2023 10:59زمونږخبریال راپور راکړی د اسلامي همکاریو سازمان يو پلاوي افغانستان ته په خپل تازه سفر کې د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، یوشمیر افغان عالمانو او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.
-
د پاکستان لومړی وزیر له ایران سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ
Sep 02, 2023 02:37د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په اسلام آباد کې د ایران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې، د ایران د دیارلسم دولت د لومړی ګاونډیو د سیاست په ستاینې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت دغه سیاست په بشپړه توګه د پاکستان له سیمه ایزو اړیکو او پراختیا سره سمون خوري، نو ځکه، اسلام آباد هوډ لري چې د امکان تر حده د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي.
-
طالبانو د بښنې د نړیوال سازمان اندیښنې بې ځایه بللي دي نور حال دلته لرو
Sep 02, 2023 08:01زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو په کابل ښار کې د امنيتي کیمرو د نصبولو په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنو ته غبرګون ښودلی.
-
د افغانستان بانک رئيس په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 06:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار— هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
افغانستان کې له زده کړو محرمو یو شمېر نجونو پاکستان ته مخه کړې
Sep 02, 2023 04:27په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.
-
دافغانستان د معدنو د بولۍ د ګټونکیو اعلان
Sep 01, 2023 13:03د افغانستان دمعادنو او پټرولیم وزیر په یو لړ دستوروکې د شپږمیلیارډ او ۵۵۷ میلیون ډالروپه ارزښت د دغه هیواد د اوه سترو معدنو د ویستلو تړون له داخلي او بهرنیو ګټونکیو شرکتونو سره لاسلیک کړ .
-
فلسطیني ملت به پر الاقصی جومات د برید اجازه ورنکړي
Sep 02, 2023 02:22د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وویل، د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته پر الاقصی جومات د یرغل اجازه ورکړي.
-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
-
پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
Sep 02, 2023 01:55د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
-
جوزجان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی
Sep 02, 2023 01:52جوزجان کې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی.