فلسطیني ملت به پر الاقصی جومات د برید اجازه ورنکړي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وویل، د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته پر الاقصی جومات د یرغل اجازه ورکړي.
د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم په غزه کې د بیت المقدس او لوېدیځې غاړې د ملاتړ د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د یهودیانو د اخترونو په جریان کې پر الاقصی جومات هر ډول تیری او حمله، په ټولو جبهو کې بشپړې جګړې د دروازې پرانیستلو په معنی ده.
قاسم څرګنده کړه، صهیونیسټي پوځیان او ښارګوټه مېشتې به تر هغو چې خپلو یرغلونو او د ښارګوټه جوړولو ته دوام ورکړي، په امن کې به نه وي.
د حماس ویاند دې ته په اشارې سره چې مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د تېري اجازه ورنکړي او د دغو بندیانو په خلاف د اسرائیلو د ظلمونو د مخنیوي لپاره به له ټولو وسیلو کار واخلي.
قاسم په لوېدیځه غاړه کې د مقاومتي فعالیتونو او عملیاتو زیاتېدو ته په اشارې سره وویل، هېڅوک د دغو فعالیتونو او عملیاتو مخه نشي نیولی.