پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137906-پېښور_کې_افغانه_نجلۍ_له_جنسي_تېري_وروسته_وژل_شوې
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
(last modified 2023-09-01T21:27:06+00:00 )
Sep 02, 2023 01:55 Asia/Kabul
  • پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي، چې دغه ماشومه د سې شنبې ورځې په ماښام لادرکه او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د ګنیو په پټي کې پيدا شوی.

د ورځپاڼې په باور، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر دغې نجلۍ له وژلو مخکې جنسي تیری هم شوی دی.

تراوسه د پېښې لامل او انګیزه نه ده معلومه.

څه موده مخکې په اسلام آباد کې هم پر یوې افغانې نجلۍ د جنسي تېري او بیا یې د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه زره افغانان هېواد پرېښودو او ګاونډیو هېوادونو ته په تلو مجبوره شول، چې وخت په وخت ورسره د ورته پېښو ترڅنګ، د پولیسو د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېږي.