د افغانستان بانک رئيس په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137918-د_افغانستان_بانک_رئيس_په_يوه_ترافيکي_پيښه_کې_ټپي_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار— هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
(last modified 2023-09-02T01:54:06+00:00 )
Sep 02, 2023 06:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان بانک رئيس په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار— هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

حسيب الله نوري زیاتوي، چې هدایت الله بدري به له درملنې وروسته ژر تر ژره خپلې دندې ته راوګرځي.

ښاغلی بدري هرات ته په رسمي سفر تللی و او په لاره کې یې موټر ترافیکي حادثه کړې وه.