-
ایران او پاکستان د سرحدي همکاریو پر زیاتولو او له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې ټینګار وکړ
Jul 17, 2023 04:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د پوځ قوماندان د امکان تر حده د اقتصادي اړیکو د پراختیا، له ترهګرو ډلو سره د مقابلې او د پولې په اوږدو کې د ملګرتیاوو د زیاتولو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
-
په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) دویم ستر نړیوال نندارتون د ګڼو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو
Jul 16, 2023 13:46په دغو مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې دامهال په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې. نور حال زموږ د خبریال په راپور کې واورئ
-
په ننګرهارکې د جنایي جرمونو په تور ۱۷ تنه ونیول شول
Jul 17, 2023 03:18چارواکي وايي چې په نیول شويو کسانو کې د قیمتي ډبرو قاچاقچیان او وسله وال غله هم شامل دي.
-
د افغانستان په میدان وردګو ولايت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو د ۱۸ پروژو کار پیل شوی
Jul 16, 2023 12:49د افغانستان د میدان وردګو ولايت د کلیو او بیارغونې ریاست تر څار لاندې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار سربېره په جلريز، نرخ، سید آباد، جغتو او چک ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو په برخه کې د ١٨ بېلابېلو پروژو کار پیل شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ.
-
د ایران امنیت سیمه ایز او ولسي دی
Jul 17, 2023 02:43د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي ځواک قوماندان وویل: د ایران امنیت سیمه ایز او ولسي دی چې د وسله والو ځواکونو د کارکوونکو له انګېزې، ایمان، ارادې او پر ځان باور څخه سرچینه اخلي.
-
د فلسطین د مسئلې په اړه د عراق درېځ ثابت دی
Jul 17, 2023 02:13د عراق لومړي وزیر ویلي چې د فلسطین د موضوع په اړه د عراق درېځ ثابت دی او دغه هېواد د اسرائیلو نیواک ردوي.
-
په ماین چاودنو کې ۲۷۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 17, 2023 01:02د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه د ناچاودو توکو د چاودنو له امله، ۱۳۴ پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
اهل تشیع زموږ وروڼه دي او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړو چې زموږ ترمنځ بې اتفاقي رامنځه کړي
Jul 16, 2023 13:18د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني په دغه ولایت کې له شیعه علماوو او مخورو سره وکتل.
-
د هېواد د اقتصادي ننګونو مهارول د صرافانو او شرکتونو په ګډې همکارۍ پورې تړلي دي
Jul 16, 2023 12:57د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر پرون په سپیدار ماڼۍ کې د صرافانو ټولنې له پخواني مشر او د صرافانو له یوشمېر استازو سره وليدل.
-
په افغانستان کې د کوکنارو په سلګونوهیکټره پټي اړول شوي
Jul 16, 2023 01:50افغانستان په شمال کې د بدخشان ولایت په مختلفو سیمو کې په تیرو درو میاشتو کې د کوکنارو کرل شوي په سلګونو هیکټره پټي نابو دکړئ شوي دي.