افغانستان کښې د پاکستان خلاف مظاهرې ترسره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138394-افغانستان_کښې_د_پاکستان_خلاف_مظاهرې_ترسره_شوې
د افغانستان د ننګرهار ولایت خلکو د پاکستان له خوا د تورخم سرحد په بندولو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې
(last modified 2023-09-11T23:55:24+00:00 )
Sep 12, 2023 04:16 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د ننګرهار ولایت خلکو د پاکستان له خوا د تورخم سرحد په بندولو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې

د تورخم سرحدي لاره تیره چارشنبه د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو ترمینځ له نښتې وروسته د اسلام آباد د حکومت له خوا د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې ده.

د افغانستان په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت اوسیدونکو پرون د تورخم په سرحدي سیمه کښې په راغونډیدو سره د پاکستان له لورې د دغې لارې په بندیدو باندې اعتراض وکړ او د پاکستان خلاف یې د شعارونو په ورکولو سره د دغه سرحد د زرترزره خلاصیدو غوښتنه وکړه.

معترضانو د پاکستاني چارواکو دغه اقدام د ښه ګاونډیتوب خلاف یو اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې د تورخم دروازه باید زرترزره خلاصه شي.

د دغو مظاهرو پلانوونکو اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هیوادونه دي او د تورخم سرحد په تړلي پاتې کیدو سره، ملکي وګړي او سوداګر تاواني کیږي.

په عین حال کښې د تورخم سرحد د خلاصولو په موخه د افغانستان او پاکستان د چارواکو مذاکرات بې ګټې ختم شوې دي.

تورخم سرحد له پاکستان سره د افغانستان ډیره مهمه سرحدي لاره ده چې هره ورځ ورڅخه د د تجارتي شیانو سربیره زرګونه کسان د پولې دواړو لورو ته تګ راتګ کوي.