طالبان د افغان شخصیّتونو او پخوانیوچارواکو له بیرته ستنیداسره پخلادي
له دې مخکې دغه وزیر په بادغیس ،تخار،بغلان اوبامیان ولایتونو ته هم سفر کړی ؤ. حنفي بامیان ته پخپل وروستي سفر کې د ستر د نه رعایتولو په دلیل په پارکونو کې د ښځو شتو ممنوع اعلان کړی ؤ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت دامر به معروف او نهی از منکر وزیر له هغو افغان شخصیّتونو او چارواکو څخه چې بهر تللي دي ،وغوښتل بیرته دې هیواد ته د خدمت لپاره راوګرځي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیرته رسیدا وروسته نوو واکوالانو له افغانستانه بهر تللو شخصیّتونو سره د تماس او هیواد ته د دوی دبیرته ستنولو لپاره یو ځانګړی کمیشن جوړ کړ، ددغه اورګان له هلوځلو سره تر دې دمه د پخواني حکومت سیاسی او پوځي شخصیتونه او چارواکي بیرته هیواد ته ستنۀ شوي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت دامر او نهي د چارو وزیر محمد خالد حنفي پرون د کندهار ولایت له یو شمیر مسئولانو اومخه ورو سره په ناستې کې له هیواده بهر تللو افغان شخصیّتونو اوچارواکو څخه وغوښتل څو هیواد ته دې بیرته راوګرځي او ددیني او ملی ګټو په په نظر کې په نیولو سره دې خپل هیواد ورغوي.
له دې مخکې دغه وزیر په بادغیس ،تخار،بغلان اوبامیان ولایتونو ته هم سفر کړی ؤ. حنفي بامیان ته پخپل وروستي سفر کې د ستر د نه رعایتولو په دلیل په پارکونو کې د ښځو شتو ممنوع اعلان کړی ؤ.