په پاکستان کې کابو دوه ټنه نشه ایز توکي کشف اوضبط شول
د پاکستان امنيتی ځواک ددغه هیواد په بلوچستان صوبې کې څه دپاسه دوه زره کلوګرامه ډول ډول نشه ایز توکي کشف او ضبط کړي دي.
ایکسپری نیوز خبری سایټ راپور ورکړ، د پآکستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې اوسرحدي ځواک (اې این ایف) د بلوچستان صوبې په قلعه عبدا.... سیمې کې په یولړ ګډو عملیاتو کې څه دپاسه دوه ټنه نشه ایز مواد کشف او ضبط کړل.
په دغو عملیاتو کې د صوبې په مختلفو سیمو کې ترسره شوي ، امنیتي مامورانو د نشه ایزو موادو شپاړس مرکزونه ،اتلس ګودامونه او د نشه ایزو توکو د تولید دمحصولاتو په کښت مشتمل کابو لس هیکټره مځکې هم هم پيژندلي او پاک کړي دي.
د پاکستان خبري سرچینو ووئيل، په دغو عملیاتو کې په لسګونو افغانان هم نیول شوي دي .
افغانستان دنړۍ دکوکنارو ترټولو مهم تولیدونکی هیواد دی و د ایران او پاکستان د ګاونډي هیواد په دلیل تهران او اسلام اباد په افغانستان او دنړۍ په نورو سیمو کې دتولید شوو نشه ایزو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره درنه لګښتونه او قربانیانې زغمي.