-
درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري
Jul 11, 2023 09:44د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
-
د فلسطین د مقاومتي ځواکونو له خوا د صهیونیسټانو پرضد ۱۲ عملیات ترسره شول
Jul 11, 2023 08:58د فلسطین د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د « معطي » په نوم د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو مرکز د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په لوېدیځه غاړه او په نویل شوي بیت المقدس کې د صهیونیسټي پوځیانو پر مرکزونو د ګولیو په ویشتلو او د چاودېدونکو توکو په اچولو سره د صهیونیسټانو په ضد ۱۲ عملیات ترسره کړل.
-
کابل کې د ۴۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي
Jul 11, 2023 12:10د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
-
د امام حسین علیه السلام د مکتب په ترویج د بامیانو د والي ټینګار
Jul 11, 2023 04:06د افغانستان د بامیان والي په دغه هیواد کښې د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین علیه السلام د مکتب د دودولو او پراختیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
هېچا ته د وسلو د پلور اجازه نه ورکوو
Jul 11, 2023 08:15طالبانو په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور تورونه په کلکه رد کړل.
-
تورخم کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له اسلام آباد سره خبرې کېږي
Jul 11, 2023 08:08په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې په تورخم کې د بند پاتې افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.
-
پاکستان په افغانستان باندې د امریکې د هوايي بریدونو ملاتړ وکړ
Jul 11, 2023 03:55د پاکستان حکومت په افغانستان باندې د خپل هیواد او د امریکې د هوايي حملو دفاع وکړه.
-
له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ګازو د نل لیکې غځول
Jul 10, 2023 10:14د کانونو او پټرولیم وزارت د ۶۰۹ میلیون افغانیو په ارزښت له شبرغان څخه مزارشریف ته د ګازو نللیکې د غځولو پرانیسته وکړه. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د افغانستان د میرمنو د حقوقو خلاف ورزي او د طالبانولپاره ستر چیلنج
Jul 10, 2023 11:55د میرمنو د پیوستون او اتحاد اعتراضیه غورځنګ د افغانستان په کابل کې په یوه کمپاین کې وئیلي دي ،د طالبانو د په رسمیّت پيژندل د میرمنو د حق ضائع کول دي .اعتراض کونکو میرمنو شعارونه ورکول چې ؛ جنګیږو،مړکیږو،خو طالبان نه منو،،،، دا په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیّت په ضد د افغانستان د میرمنو ترټولو تندشعار او سخت دریځ دی.
-
معلوماتو ته په وخت د لاسرسۍ نه لرلو په وجه په طالبانو د ځینو افغان خبریالانو نیوکه
Jul 10, 2023 11:41په افغانستان کښې ځینو خبریالانو معلوماتو ته پر وخت د لاسرسۍ نه لرلو په وجه د طالبانو په حکومت نیوکه وکړه.