پاکستان په افغانستان باندې د امریکې د هوايي بریدونو ملاتړ وکړ
Jul 11, 2023 03:55 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت په افغانستان باندې د خپل هیواد او د امریکې د هوايي حملو دفاع وکړه.
د پاکستان حکومت په افغانستان باندې د خپل هیواد او د امریکې د هوايي حملو دفاع وکړه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «آصف علی خان دراني» پرون په یوې مرکې کښې د افغانستان په خاوره د امریکې او پاکستان د هوايي بریدونو دفاع وکړه او هغه یې د ملګرو ملتو د پریکړه لیک مطابق وبللې.
دراني له (هم، پشتو) چینل سره په مرکه کښې، په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا یو بل هیواد کوې شي د یو خپلواک هیواد په توګه د افغانستان پّ خاوره کښې هوايي حملې ترسره کړي، وویل: د ملګرو ملتو د 1368 او 1373 نمبر پریکړه لیکونو له مخې، باید له ترهګرو سره مبارزه وشي.
ټیګونه