-
ترکي پانګهوالو افغانستان ته د رېل پټلۍ تولید ته چمتووالی ښودلی
Jun 03, 2023 07:57د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ترکیې ته د سفر پر مهال په دې هېواد کې د وسپنې ویلې کولو یوې کمپنۍ “کاردمیر” څخه لېدنه کړې ده.
-
د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح کړه
Jun 03, 2023 07:45د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده.
-
د افغانستان په زابل ولایت کې يوه سړي خپل زوی په ډزو وژلی
Jun 03, 2023 07:33د افغانستان په زابل کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت به جلدک ولسوالۍ کې یوه سپین ږیري سړي خپل ۳۰ کلن زوی په ډزو وژلی دی.
-
پاکستان له افغانستان، ايران او روسيې سره د جنس په جنس سوداګري پیلوي
Jun 03, 2023 07:09د پاکستان حکومت له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ اجازه ورکړې.
-
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو
Jun 03, 2023 07:03په قرغزستان کې د منځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخهوالو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.
-
د امریکا او چین د اړیکو د خرابېدو په تړاو د واشنګټن ویره
Jun 03, 2023 11:33فایننشل ټایمز تېره میاشت چین ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د مشر ویلیام برنز د پټ سفر په اړه راپور ورکړی او لیکلي یې دي: د جوبایډن د ادارې د تر ټولو باوري چارواکي سفر، د سپینې ماڼۍ د اندېښنې د شدت څرګندونه کوي. د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په اړه دا لیدنه د لوړ پوړو چارواکو په کچه، د بیجینګ سره د اړیکو لپاره د واشنګټن د هڅو سره یو ځای، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ترسره شوې ده.
-
د بريکس غړي له ايران سره پياوړي اقتصادي اړيکو ته لېواله دي
Jun 03, 2023 08:50د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بریکس اصلي غړي د بریکس د نوي اتحاد په چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو سربېره، د پیاوړو سوداګریز او اقتصادي اړیکو لرلو ته لېواله دي.
-
د ایران د اوبو د ونډې مساله په خبرو هوارېدایشي
Jun 02, 2023 10:21د طالبانو د انرژیو د وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د ۱۳۵۱ تړون له مخې د ایران د اوبو د ونډې د مسالې په هوارولو ټینګار وکړ.
-
امریکا داوکراین په جنګې کې په بې شمیره پوځي مرستو سره داور لمبې زیاتوي
Jun 01, 2023 02:54د امریکادفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل،چې واشنګټن له روسیې سره د اوکراین د جنګ له پیلیدا وخت راهسې تر دې دمه له کي ایف سره کابو اته دیرش میلیارډ ډالرو په ارزښت سره پوځي مرستې کړې دي.
-
په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول یوه جدي اړتیا ده
Jun 01, 2023 07:47د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارتونو، عامې روغتیا او طبي شورا له سرپرستانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او درملنې معیاري کول یوه جدي اړتیا وبلله.