د ښوونځيو نه پيلېدو ناهيلې کړې يو
Jun 29, 2023 09:55 Asia/Kabul
د افغانستان په غزني ولایت کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، دوى د سرپرست حکومت له مشرانو څخه غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د هلکانو په څېر د نجونو ښوونځي هم پيل کړي.
سرپرست حکومت د ١٤٠١ کال د وري مياشتې په لومړيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او هماغه مهال د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دغه بنديز لنډمهالى دى او په دې برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.
خو په غزني کې يو شمېر نجونې وايي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دې پيل شوي چې دغې کړنې سخت ناهيلې کړې دي.
ټیګونه