-
د افغانستان د ریلوی کارکوونکي د روزنې په موخه ایران ته رالیږدول شوي دي
Jun 06, 2023 00:21د افغانستان د ریلوی ادارې چاروکو ويلي چې د دغې ادارې يو شمېر کارکوونکي ګاونډي هېواد ايران ته د زدهکړو لپاره استول شوي دي
-
د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اروپا اندېښنه
Jun 05, 2023 11:46په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترهګرو بریدونو د بندېدو په اړه د ګاونډیانو په ګډون، د سیمه ایزو او نړیوالو ناستو نظرونه جلب کړي، د اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ناستې لا هم په دې اړه اندېښمن دي.
-
د ایران ولسمشر په بېلا بېلو دریځونو کې د اسلامي انقلاب او نظام پر خدمتونو ټینګار کړی
Jun 05, 2023 09:32د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د غبرګولې د ۱۵مې دورې مرکز او مرکزي نقطې ته د خلکو او عامه افکارو په تېره بیا د ځوان نسل په پاملرنې باندې په ټینګار سره، له مختلفو دریځونو وغوښتل چې د اسلامي انقلاب او نظام په نوم ترسره شوي خدمتونه او اقدامات بیان کړي.
-
په نابلس کې د فلسطیني سیمو پر میشت ځایونو برید
Jun 05, 2023 09:58د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، په لسګونو صهیونیسټانو د دغه رژیم د پوځیانو په ملاتړ سره د اردن سیند په لوېدیځ کې د نابلس ښار پر مختلفو سیمو حملې وکړې.
-
هغه هېواد چې د آذربایجان خلک ویروي، صهیونیسټ رژیم دی، نه ایران
Jun 05, 2023 09:05د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ایران ته د آذربایجان اتباعو د سفر لپاره د دغه هېواد د خبرداري په ځواب کې وویل: ایران یو متمدن او اسلامي هېواد دی او هغه هېواد چې باید د آذربایجان خلک ترې و ویرېږي، صهیونیسټ رژیم دی.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jun 05, 2023 08:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په شپه د ترکیې د بهرنیو چارو له نوي وزیر هاکان فیدان سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته په دغه مقام د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ملګرتیاو په نوي دور کې دوام او پراختیا ومومي.
-
بشري کړکېچ؛ اوچا: د اړمنو افغانانو شمېر ۵۰۰ زره نور هم زیات شوی
Jun 05, 2023 07:59په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر باندې پنځه لکه نور کسان هم ورزیات شوي.
-
د افغانستان په سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي ۶۰ زدهکوونکې مسمومې شوي
Jun 05, 2023 07:42د سرپل ولایت امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي شاوخوا ۶۰ ښځینه زدهکوونکې مسمومې شوي دي.
-
افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه
Jun 05, 2023 07:25د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.
-
چین: د افغانستان د روغتیا برخې اړتیاوو پوره کولو ته چمتو یو
Jun 05, 2023 06:49په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د اړتیاوو په پوره کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.