افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه
Jun 05, 2023 07:25 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، نوموړي تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته لاسرسی، د ښځینه متشبیثونو ملاتړ او د افغانانو لپاره ښه ژوند برابرولو په برخه کې به خپله ټوله هڅه وکړي.
د هغه په خبره، دا خدمتونه افغانانو ته ډېر حیاتي دي او دوی به یې د خپلو همکارانو په مرسته په ښه بڼه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پرواګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړه.
ټیګونه