د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اروپا اندېښنه
په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترهګرو بریدونو د بندېدو په اړه د ګاونډیانو په ګډون، د سیمه ایزو او نړیوالو ناستو نظرونه جلب کړي، د اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ناستې لا هم په دې اړه اندېښمن دي.
په همدې حال کې د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د قرغیزستان له ولسمشر صدر جباروف سره په کتنه کې وویل، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو مرستې ته اړتیا لري، ځکه دوی د افغانستان په مسئله کې ښه پوهېږي او افغانستان بایدد ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
حقیقت دا دی چې د امنیت مسله او له افغانستان څخه راپیدا شوي ګواښونه، د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا د هېوادونو په مهمو اندېښنو بدل شوي او له سیمې څخه بهر ناستې هم هڅه کوي چې د هغه ستونزو د حل لپاره د مرستې په ژمنو سره، په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي.
د نړیوالو چارو کارپوه سروش امیري په دې اړه وايي: لوېدیځ هېوادونه چې خپله د افغانستان د کړکېچ او ناامنۍ عامل دي، هڅه کوي په هره ممکنه طریقه ځان د سیمې د کړکېچ او ناامنۍ ژغورونکي وښيي. له همدې امله په افغانستان کې د امنیت مسله او د ترهګرو ډلو فعالیت اوس هم د افغانستان په اړه د لوېدیځو هېوادونو د خبرونو او مسائلو برخه ده، خو هغه څه چې په دې منځ کې د سیمه ایزو ناستو د پام وړ ده. د سرحدي ستونزو د حل او د دوه اړخيزو او څو اړخیزو اړيکو د پياوړتيا په برخه کې د طالبانو خپلو خبرو او ژمنو ته نه ژمنتيا ده، چې په افغانستان کې يې د فعاليت په اړه د بې باورۍ د خپرېدو لامل کېږي.
په تاجکستان کې د سرحدي پوځي اډو پياوړتيا او د روسي چارواکو څرګندونې چې تاجکستان د منځنۍ آسيا سرحدي پوسته ده، په دې برخه کې د پام او توجه وړ ده. په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له طالبانو تمه لري چې د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې به له خپلو پخوانیو ناوړه چلندونو زده کړه وکړي، چې د دوی د زوال لامل وګرځي، د نوې او ولس په وړاندې تګلارې او همدارنګه له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب احساس په مخ کې ونیسي. عملا د دې ګټو مخالف دي او د افغانستان ملي ګټې یې تر پښو لاندې کړې دي، چې د افغانستان د راتلونکو بدلونونو لپاره روښانه لید نه رامنځته کوي.
د سیاسي چارو کارپوه امین فرجاد په دې اړه وايي: «طالبانو په تېرو دوو کلونو کې یوازې ژمنې کړې دي او نړیوالو او حتی د افغانستان خلکو له ټولنیزو سختیو پرته د طالبانو د ژمنو عملي کېدل نه دي لیدلي. دا په دې مانا چې طالبان هڅه کوي له سیمه ایزو او نړیوالو ناستو سره له هرڅه ډېر افغانستان ښکېل کړي، چې دا د افغانستان په چارو کې د لوېدیځو هېوادونو د مداخلو لپاره پلمه برابروي.» په هرصورت افغانستان له بل هروخت ډېر په ځانګړې توګه د امنیت په اړه نړیوال باور ته اړتیا لري.
خو هغه څه چې په افغانستان کې د طالبانو د پلانونو او اهدافو په پرمخ بیولو کې مرسته کولای شي، د دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي او همکاري ده، ځکه په عمل کې هم ثابته شوې چې دا د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي، چې په هرډول شرایطو کې د دې هېواد د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د دوی ډېری ستونزې یې حل کړي.
له همدې امله له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو چلند، له دې پرته چې په افغانستان کې کوم ډول حکومت په کار دی، د افغانستان د خلکو ملاتړ او د دښمنانو د یرغل پر وړاندې د دغه هېواد د ثبات یو له مهمو لاملونو څخه هم د افغانستان د خلکو تر څنګ د ګاونډیو هېوادونو حضور دی.