هغه هېواد چې د آذربایجان خلک ویروي، صهیونیسټ رژیم دی، نه ایران
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133970-هغه_هېواد_چې_د_آذربایجان_خلک_ویروي_صهیونیسټ_رژیم_دی_نه_ایران
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ایران ته د آذربایجان اتباعو د سفر لپاره د دغه هېواد د خبرداري په ځواب کې وویل: ایران یو متمدن او اسلامي هېواد دی او هغه هېواد چې باید د آذربایجان خلک ترې و ویرېږي، صهیونیسټ رژیم دی.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 05, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • هغه هېواد چې د آذربایجان خلک ویروي، صهیونیسټ رژیم دی، نه ایران

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ایران ته د آذربایجان اتباعو د سفر لپاره د دغه هېواد د خبرداري په ځواب کې وویل: ایران یو متمدن او اسلامي هېواد دی او هغه هېواد چې باید د آذربایجان خلک ترې و ویرېږي، صهیونیسټ رژیم دی.

د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران په وړاندې د دغه هېواد د غیر رغنده او غیر دوستانه اقداماتو په تعقیب، خپلو اتباعو ته ایران ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې ایران ته له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

په همدې تړاو، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کعناني چافي» د دوشنبې په ورځ د آذربایجان جمهوریت د حکومت دغه اقدام ته غبرګون وښود او په یوه ټویټ کی ولیکل: د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت، ایران ته د خپلو اتباعو د سفر په اړه خبرداری ورکړی! دا هماغه سیاست دی چې د صهیونیسټ د جعلي، ماشومان وژوونکي او د نیواکګر رژیم مشر، په دې وروستیو کې باکو ته په خپل سفر کې ترسره کړ.

کعناني چافي څرګنده کړه: د ایران سیاست اوس هم د ویزو لغوه کول او آذربایجان وروڼو او خویندو ته پرانیستی غېږ دی.