-
صهيونيستي رژيم د فلسطيني ملت د ګواښلو توان نه لري
May 15, 2023 01:58د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د سیاسي دفتر غړی محمد الهندي ویلي: اسرائیل نور د فلسطیني ملت د ګواښلو توان نه لري.
-
د دښمن ټولې هڅې د انقلاب او د امام خمیني (ره) د آرمانونو د کمزوري کولو لپاره دي
May 15, 2023 01:42د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، د حضرت امام خمیني (ره) د نمانځنې مرکز د همغږۍ په غونډه کې ټینګار وکړ: د دښمن ټولې هڅې د انقلاب او د امام خمیني (ره) د نظریاتو د کمزوري کولو لپاره دي.
-
محرابیان د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو پر حق ټینګار وکړ
May 15, 2023 01:29د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وویل: د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق تعقیبول په سیستان او بلوچستان کې د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به حکومت خپل ټول کوششونه په کار واچوي.
-
د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر وروستۍ څاڅکې وینې مبارزه کوم
May 15, 2023 01:22د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستاني ولس ته په خطاب کې ویلي، چې د 'حقیقي آزادۍ' لپاره به تر هغو مبارزه کوي، چې وجود کې یې یوه څاڅکې وینه پاتې وي.
-
د ټولګډونه حکومت جوړېدل د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی
May 15, 2023 01:19د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی.
-
په افغانستان کې موسمي بدلون اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی
May 15, 2023 01:17د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې موسمي بدلون اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.
-
افغان سوداګرې مېرمنې خپلو توکو ته د نړیوال بازار غوښتنه کوي
May 15, 2023 00:38په کابل کې د افغانستان نړیوال ننداراتون په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون ښځینه ګډونوالې خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندنې غوښتونکي دي.
-
په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه
May 15, 2023 00:23په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.
-
د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه خبرې کړې
May 15, 2023 00:09د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره د افغانستان په اړه خبرې کړې.
-
د ټاپي پروژې په اړه په اسلام آباد کې غونډه جوړېږي
May 15, 2023 00:00ټاکل شوې چې نن او سبا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپلاین یا ټاپي پروژې پر سر د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ناسته وشي.