صهيونيستي رژيم د فلسطيني ملت د ګواښلو توان نه لري
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د سیاسي دفتر غړی محمد الهندي ویلي: اسرائیل نور د فلسطیني ملت د ګواښلو توان نه لري.
د ایرنا د خبر له مخې، محمد الهندي زیاته کړه: صهیونیستي رژیم له داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او په خپل چاپېریال کې د نویو امنیتي شرایطو په رامنځته کولو سره، نشي کولای له دغو ستونزو څخه خلاص شي.
هغه په دې خبرې سره چې د قدس کنډکونه د څو مياشتو جنګ ته تيار وو زياته کړه: نيواکګر د ميدان د یوموټي والي په اړه اندېښمن وو او وېره یې لرله چې حماس به له هغوي سره مخامخ مقابله وکړي.
الهندي د فلسطین مسئله د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو او آزادو خلکو مسئله وبلله او زیاته یې کړه: په دې وروستیو ورځو کې د مقاومت محور، په بېلونې او د خپل برخلیک په جوړلو کې د اسرائیلو ماته او پاتې راتلل ثابت کړي دي.