په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132876-په_ننګرهار_کې_د_ګوزڼ_دویمه_مثبته_پېښه_هم_ثبت_شوه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.
(last modified 2023-05-14T19:57:11+00:00 )
May 15, 2023 00:23 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، که څه هم په پام کې ده، چې نن به د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج واکسین فرعي کمپاین پیل شي، خو په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو دویمه مثبته پېښه د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه.

د پولیو لومړۍ مثبته پېښه هم د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په یادې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو وېروس د له منځه وړلو پروګرام، د عامه اړیکو مسوول کمال شاه، په ننګرهار ولایت کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو ثبتول تایید کړي او وایي چې دا یو لوی خطر دی.

نوموړي زیاته کړې: "تر دې دمه د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې څو پېښې پېژندل شوي. په وروستیو کې څو پېښې له کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه ثبت شوې دي او دا یو لوی خطر دی. موږ غواړو چې په ټاکل شویو کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي."